اعتماد جوړونه – د افغانستان په ټولنو کې د پولیسو د چاروو تامینول

د خلکو او پولیسو تر منځ د باور جوړولو او د پولیسو په خدمتونو کې په ماهرانه ډول د منځته راتلونکو ستونزو د حل کولو په موخه د المان حکومت په افغانستان کې د ډیالوګ د غونډو د سازمان ورکولو او د روزنیزو کورسونو د جوړولو په لاره کې د افغان لوري د اقدامونو څخه ملاتړ کوي.

وضعیت

په افغانستان کې د المان د ژمنې د لومړیتوب د ډګرونو څخه یو هم د ملي پولیسو یعنې د افغان ملي پولیس د ښه جوړښتیزو او ښه سازمان ورکړل شويو خدمتونو منځته راوړل دي. دا کار د پام وړ ننګونې منځته راوړي. د کړکیچن امنیتي وضعې او عملیاتي کمبوداتو تر څنګ، دخلکو او پولیسو تر منځ لږه همکاري لیدل کیږي. دغه عوامل د قانون د واکمنۍ سره سم د پولیسو د چارو د ترسره کیدو خنډ ګرځي. د پولیسو په دننه کې په ټولنیزو مهارتونو لکه اغیزمنې اړیکو، ټیمي کارونو، د شخړو په مدیریت او د شخړو په حل باندې لږ ټینګار کیږي. دا نشتوالۍ ددې خنډ ګرځي چې پولیس په یو ډیر مسلکي پولیس باندې بدل شي.

د پروګرام موخه

د پروګرام موخه داده چې د پولیسو په اړه د خلکو باورتیا ټینګه شي او د کورنیو ستونزو او شخړو د اغیزمن او سوله ایز حل په لاره کې د پولیسو د خدمتونو سره مرسته وشي.

اقدامونه او پایلې

اوس په نړۍ کې ټول په دې حقیقت په څرګند ډول باوري شوي دي چې د سولې د خدمتونو لپاره باید په زیاتیدونکي توګه هڅه وشي چې ځائیزې ټولنې په دغو خدمتونو کې راښکیل شي. په ټولنو کې د پولیسو د چارو د تامین چلند اوس د افغانستان د ملي پولیس لپاره زیات ارزښت لري. دغه مفکوره د پولیسو او ټولنو تر منځ د نږدې اړیکو په منځته راوړلو باندې متمرکزه ده. د دې کار د کیدلو لپاره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د هیواد په ټولو ۳۴ ولایاتو کې اړین جوړښتونه منځته راوړي دي. دغه جوړښتونه په دې ډګر کې د افغانستان سره د المان د همکارۍ پیل او مبدا ګڼل کیږي.

د دې لپاره چې د پولیسو په خدمتونو باندې د خلکو باورتیا ټینګه شي، دغه پروګرام د ډیالوګ د غونډو د سازمان ورکولو او پلۍ کولو په لاره کې مرسته کوي تر څو چې د سیمې خلک وکولای شي خپلې اندیښنې په تیره بیا د امنیتي مسئلو په باب په ډاګه او نیغ په نیغه د پولیسو سره مطرح کړي. په ۲۰۱۸ کال کې، دغه پروګرام د ولسوالیو په کچه د سلامشورې ۳۶۰ عامو غونډو په جوړولو کې چې په هغو کې په ټولیزه توګه ۷٬۲۰۰ اوسیدونکو ګډون وکړ، مرسته وکړه.

ډیرې عامې ستونزې او مسئلې په یو لړ کلنیو غونډو کې چې د ولایاتو په کچه جوړیږي طرحه او ورباندې خبرې اترې کیږي. په دغو غونډو کې د پولیسو د خدمتونو، ولایتي حکومتونو او مدنې ټولنې لوړ استازي ګډون کوي.

دا پروګرام همدارنګه په ښوونځیو کې ټاکلي اقدامونو ته سازمان ورکوي. تر اوسه پورې د بیلابیل عمر شاوخوا ۳۶۰۰۰ تنه کوچنیانو په معلوماتي غونډو کې ګډون کړی دی چې په هغو کې د دوی لپاره د پولیسو د خدمتو او په ټولنه کې د هغو د رول په باب یوه ډیره صحیح پوهه ورکړل شوې ده. د پولیسو افسران هم کولای شي په نوموړو غونډو کې برخه واخلي او ګډونوالو ته د بیلګې په توګه د اضطرار په حالاتو کې د مشخصو اقدامونو د ترسره کولو په باب ګټور معلومات وړاندې کړي.

همدرانګه د پولیسو افسرانو لپاره منظم روزنیز کورسونه جوړیږي تر څو هغوی په ټولنو کې د پولیسو د چارو د تامین دچلند، د ټولنیزو مهارتونو د ارزښت د ټینګار او د کورنیو ستونزو او شخړو د حل په لاره کې د مرستې د کولو د څرنګوالي سره آشنا شي. د کورس د موضوع له پلوه، لوی مدیران، ښوونکي، په تیره بیا د پولیسو هغه افسران چې په ټولنو کې د پولیسو د چارو د تامین په باب یې روزنه موندلې ده، یا د پولیسو د ګزمې عادي افسران کولای شي په نوموړو کورسونو کې ګډون وکړي. په ۲۰۱۸ کال کې د پولیسو افسرانو د ۲۴۰ تنو د پاره دا راز روزنیز کورسونه جوړشوي وو.

په سر کې د پروګرام پام د هیواد شمالي ولایاتو لکه بدخشان، بلخ، جوزجان، کندز، سمنگان او تخار ته اړول شوی وو. اوس د پروګرام ملاتړ نهو نورو ولایاتو لکه کابل، هرات، بامیان، کنر، لغمان ، ننگرهار، نورستان، پنجشیر او پروان ته هم غزیدلۍ دی. د افغاني مقامونو تر څنګ، دا پروګرام په افغانستان کې د المان د پولیسو د پروژې د ټیم (GPPT) سره له نږدې نه همکاري لري.

په یو نظر کي

په بدخشان, بلخ, بامیان, هرات, جوزجان, کابل, کنر, کندز, لغمان, ننگرها, نورستان, پنجشیر, پروان,
پروګرام:
د افغانستان په ټولنو کې د پولیسو د چارو تامینول (CPA)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو فدرال وزارت
شریک:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بدخشان, بلخ, بامیان, هرات, جوزجان, کابل, کنر, کندز, لغمان, ننگرها, نورستان, پنجشیر, پروان, سمنگان, تخار
د پروګرام موخه:
د پولیسو په هکله د خلکو د باورتیا زیاتول. د کورنیو ستونزو او شخړو د اغیزمن حل کولو په لاره کې د پولیس د خدمتونو توانمنده کول.
ټوله موده:
۲۰۱۸ کال د جنوری د میاشتې څخه د ۲۰۲۰ کال د مارچ تر میاشتې پورې
Twitter icon
Facebook icon